د واقعي ملي رهبر هڅې او هیلې !
د دکتور محمد سعید  « سعید افغاني »  لیکنه د دکتور محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

وایــــی  : وړوکی  وم  ځوان شوم ، د رشد او پوخ والي  مرتبې ته  ورسیدلم ،  او دا دی اوس زوړ او سپین ږیری یم۰

 

وایــــی :  نوکر شوم او دنوکري په درجو کښې ښکته او پورته لاړم !   ولوبیدم ،  و څرخیدم ، وتپیدم ، متقاعد  شوم  ، او دا دی اوس  په دغه حالت  مواجه یم۰

 

وایـــــی : اول نه پوهیدم ،  او بیا څه پوه شوم !  او د ډیرو ولیدو او کتو،  تحولاتو  او  تطوراتو څخه وروسته  د قام  ولس او وطن  د دردونو سره مخامخ شوم .   په دغه سلسله کښې  زما  هڅه  په هڅو بدله شوه او په دغه لیاره کښې د ډیرو خنډونو ، موانعو او مشکلاتو  سره لاس  په ګریوان ،  مجادلې اومجاهدې ته حاضر شوم۰

 

وایــــی :  ډ یرڅه مې  ولیدل ،  وکتل او وتلل،   ډیرې خبرې ،  وعدې ،  وعیدونه ،  د امید وارئ  او ما یوسئ  خبری او داستانونه   مې  واوریدل  ،   د  بې ایمانئ  او ایمان دارئ  صحنې   مې  ولیدلې  ، دوه رنګي ، غلطي ،  دوکې مې  زیاتې  په مخ  راغلې  او د ناروا استفادې  و خاوندانو  تحریکونو و تخنولم ، وې پارولم ، وې لرزولم ، وې غولولم  او کله یې په سلهاؤ پرابلمونو اخته هم  کړم  ،  خو  دا دی اوس لیاهم په دغه موجوده مدار حرکت کوم۰

 

وايـــی :  له کوم  وخته چې زه د خلکو او وطن  د دردو  سره  مواجه  شوی یم ،  د الاندې ارمانونه  را سره  دي۰

 

الف : زه په هر قیمت چې کیږي  باید د خپلو خلکو ژوند  ښه کړم او دنوي دنیا د غوښتنې  په  اساس او اقتضا ، د دوی  د ژوند سیر او حرکت  ګړندی او  پیاوړ ی  کړم۰

 

ب : د دوی علمي، صحي او اقتصادي محتوی باید ښه په زړه پورې شي۰

 

ج : د دوی د محرو میتونو ، تنګسو او مشکلاتو دلرې کیدو او حل د پاره اساسي چاره  باید پیدا شي۰

 

د : د دوی عمومي ذهنیت ، روحیه او رویه  باید  د ملي ، قامي  او وطني  اصلاحاتو د راوستو لپاره اماده او برابره شي۰

 

هـ :  دوی ټول  باید د فعالې مرستې ، تعاون او تساند په مبادیو حرکت وکړي ، امید واره او سیږي او هریو باید د وطن راتلونکې اجتماعي پر مخ تګونه د خپل ځان لپاره پت او سعادت و ګڼي  او د وطن د اعتلا  او ارتقا  د پاره ټول په پوره  عشق ، شوق او جذبې کاراو خدمت وکړي۰

 

و :  خلک  باید  د عالي ملي  او بشري مقدسو افکارو او حرکاتو سره  مواجه  او  د وطن  د سړیو او خلکو افکار باید د ملیت او بشریت په ذهنیت کښې خمیره او پاخه شي ؛  تر څو د خپلې جایزې خودی په زور د ځان ،  قام او وطن  د  پاخه  مدنیت   د انکشاف  دپیدا کیدو لپاره  قوي  حرکت  وکړي  او دښو خدمتونو  مصدر  وګرځي۰

 

ز : د دی  وطن شاړې  او میرې  باید ابادې شي ، د دې وطن معدنونه  باید د استفادې   وړوګرځي ،  د دې وطن دځمکې  په سر او د ځمکې  د لاندې  اوبو  څخه دې کافي ګټه  په لاس راشي  او دا  مکان  په اندازه دې خپل  ټول امکانیات په کار ، حرکت او تولید راوستی شي، فابریکې  دې ډیرې ، دکار زمینې دې زیاتې ، د کار اجر او مزد دې د عدالت په اساس بی له تفاوته ورکړی شي۰

متوازن تعلیم ،  متوازن اقتصاد ، متوازن  صحي  پاملرنه  باید  د وطن  په  هره  برخه   کښې  د  پام  او اهتمام لاندې ونیولی شي او انکشاف پیدا  کړي او بی د نژادي او قبیلوي توپیر او خانداني  امتیازه ؛ ټول په ګډه باید  دخپل  لوی  وطن  د پت او پر مخ  تګ د پاره  جدي  فعالیت په ځان  فرض  او واجب و ګڼي۰

 

ح : ټول باید  د معقول او مفید قانون له لیارې تنظیم او اداره شي  او په دغه برخه کښې  قوانین  باید د طبیعي رموزو د خواستو پام او راز  ولري۰

ط :  یو داسې ذهنیت او حالت راوستو لپاره ملي اجتماعي  ضرورت دی  کوم  چې   په  کښې  د خلکو د هیلو او څیړنو  د لیارې پاخه  افکار او نظریات  تعمیل او تطبیق  شي او د  خلکو حکومت  ؛  د خلکو د  واقعي او  حقیقي  نمایندګانو  له لیارې خپل  د  قدرت  واګې  په لاس  کښې واخلي۰

 

دکتور محمد سعید  « سعید افغاني »  

د ۱۳۵۷ هجري شمسي ـ کال ـ کابل


June 23rd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي